
کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د سیاسي شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور،د پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو څخه وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.
هغه د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د عمر په یادولو سره وویل: «استاد سیاف یا به په ترکیه یا په هند کې مړ شي؛ غوره ده چې خپل هېواد ته راستون شي.»
دغه طالب چارواکي په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې دوی د پخوانیو سیاسي مشرانو محمد محقق، کریم خلیلي او عطامحمد نور څخه هم غواړي چې افغانستان ته راستانه شي.
دلاور د دوی د ژوند، مال او امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ: «که دا شخصیتونه افغانستان غواړي او د عزت ژوند په لټه کې دي، نو هېواد ته دې راستانه شي.»
هغه زیاته کړه: «د حق العبد په مسایلو پرته، د پخوانیو سیاسي مشرانو څخه به هیڅ حساب ونه اخیستل شي.»
دلاور یادونه وکړه چې دا کسان د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د عفوې د امر له مخې معاف شوي دي، حتی که دوی ظلم کړی وي.
د طالبانو د تماس کمېسیون تر اوسه یو شمېر سیاسي شخصیتونو او پخوانیو امنیتي ځواکونو ته د مصونیت کارټونه ورکړي دي.