
کابل ټیلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمیسیون وايي، چې تېرو ۱۹ ورځو کې له ايران څخه ۵۰۵ زره او ۳۸۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.
د یاد کمیسیون په وینا؛ په یاده موده کې ۲۱۲۳۲۲ په اجباري او ۲۹۳۰۶۷ په خپله خوښه راستانه شوي دي.
یوازې تېره پنجشنبه ۳۲ زره او ۷۳۸ افغانان له ایران څخه راستانه شوي دي.