رسنیو ته د طالبانو نوی امر: داسې څه نشر کړئ چې زموږ په خوښه وي

کابل ټيلیګراف ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو حکومت رسنيو ته په يو نوي لیږلي کاري طرز العمل کې له دوی غوښتي، داسې خپرونې او نشرات وکړي چې د دوی په خوښه وي. هغه څه چې د طالبانو رژيم ورته د (ملي ګټو، اسلامي ارزښتونو، سیاسي ګټو او فرهنګي ارزښتونو) نوم ورکوي.
دغه کاري طرز العمل د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت رسنيو ته لېږلی او ټينګار یې کړی، د رسنيو هغه مسوولین چې له دغه لارښود سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د دغه لارښود په لومړۍ ماده کې راغلي: «د رسنیو سیاسي بحثونه باید د اسلامي اصولو، د اسلامي امارت د سياستونو او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او د داسې خپرونو څخه باید ډډه وشي چې دیني، ژبنۍ او اسلامي تعصبات رامنځته کوي او یا دا چې د اسلامي امارت سیاسي، فرهنګي او ټولنيز نظر ته زیان رسوي باید مخنیوی ترې وشي.»
په دغه ماده کې ټينګار شوی هغه نشرات چې د امارت مسوولینو نه وي تایید کړي باید نشر نه شي او د تبلغاتي او ساختګي نشراتو مخه هم باید ونیول شي.
په لارښود کې دا ټينګار هم شوی چې د رسنيو سیاسي بحثونه باید ملي وحدت ترویجونکې و اوسي او راپورونه هم بايد په حقیقت ولاړ وي.
د طرزالعمل په دویمه ماده کې راغلي چې دا محدودیتونه په ټولو تلویزیوني، راډيويي، چاپي، پرلیکه، ټولنیزو شبکو کارونکو د سیاسي پروګرامونو د مخته وړلو لپاره دي.
د لارښود په درېیمه ماده کې یادونه شوې چې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت به د دغه طرزالعمل د عملي کولو لپاره يو ځانګړی کمسیون جوړوي چې په افغانستان کې داخل او بهر کې د افغانستان اړوند رسنیو د خپرونو حقوقي ارزونه به کوي.
طرزالعمل د سياسي خپرونو د چلوونکو په تړاو لارښوونه کړې چې بايد د سیاسي ډلې ټپلې غړیتوب ونه لري او باید د اسلامي امارت ارزښتونو او اصولو ته پابند وي.
د طرزالعمل په يوه برخه کې د سیاسي خپرونو د ګډونوالو په تړاو لیکلي چې مبصرین او شنونکي باید هغه کسان وي چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت د رسنیزو سرغړونکو کمېسیون له لوري يې لېست چمتو شوی دی.
د يوناما غبرګون
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت (يوناما) وايي چې د طالبانو دغه نوی طرزالعمل د رسنيو لپاره ډار اچوونکی دی او رسنۍ به خودسانسورۍ ته اړ کړي.

دغه سازمان نن د پنجشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه باندې په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.
بلخوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې د طالبانو دا طرز العمل په دغه هېواد کې د رسنيو او بیان د ازادۍ لپاره يوه بله توره ورځ ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو څخه تر اوسه د طالبانو رژيم د رسنيو او په رسنيو کې د ښځو د کار په تړاو په بېلابېلو وختونو کې بېلابېل طرزالعملونه جاري کړي او وخت په وخت يې رسنۍ له سانسور سره مخ کړې دي.