افغانستانخبرونه

امریکا د ناټو متحدینو له لارې اوکراین ته وسلې ورکوي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ان بي سي نیوز سره خبرو کې ویلي، امریکا ناټو کې پر خپلو متحدینو وسلې پلوري څو اوکراین ته یې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې هوایي بریدونو په دې وروستیو کې زور اخیستی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم تېره ورځ (جمعه) ویلي، چې ځینې هغه امریکایي وسلې چې اوکراین ورته اړتیا لري، اروپا کې د ناټو له غړو هېوادونو سره هم شته دي.

د هغه په خبره، دغه وسلې کېدای شي چې اوکراین ته ورکړل شي او اروپایي هېوادونه به د دې پر ځای له امریکا نوې وسلې وپېري.