
کابل ټيلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده چين ته د سفر په ترڅ کې د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې ټولنې (UIC) په ۱۲مه کنګره کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې ګډونوالو په نړيواله کچه د اوسپنې پټلۍ د وروستيو انکشافاتو، پرمختګونو، ظرفيت لوړونې او عصري ټکنالوژۍ کارونې په تړاو مفصل بحثونه او نظرونه تبادله کړي دي.
د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې ټولنې ۱۲مه کنګره سږ کال د چین په کوربتوب د ۶۰ هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون تر سره شوه.