
کابل ټيلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت له مرستیال سره د دوه اړخیزو ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا او د کابل – استانې تر منځ د مستقیمو الوتنو پر پیل خبرې کړې دي.
عبدالسلام حیدري قزاقستان سره د ټرانسپورټي اړیکو پراختیا د افغانستان د سیمهییزو او نړۍوالو همکاریو د پراختیایي سټراټیژۍ یوه برخه بللې او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه کې ستر بدلون رامنځته شي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د خبرپاڼې لمخې، قزاقستاني لوري هم له کابل سره د ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا لپاره لېوالتیا ښودلې ده.