
کابل ټيلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچينو ويلي چې غلو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په توتي ساحه کې يو ځوان په ډزو وژلی او موټرسايکل يې ورڅخه غلا کړی دی.
په عين حال کې، د هلمند د باغران ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه سړي زندۍ شوي جسد موندل شوی دی.
د فراه ولایت د سرچينو په وينا، دا پېښه پرون د بالابلوک ولسوالۍ په «توتي» ساحه کې رامنځته شوې ده.
يوې سرچينې وويل چې وسله والو غلو لومړی يو ځوان په ډزو وژلی او بيا يې د هغه موټرسايکل غلا کړی او له سيمې تښتيدلي دي.
د هلمند سرچينو هم ويلي چې یو سړی چې زندۍ شوی و، د هغه جسد یې موندل دی.
د سرچينو په وينا، د جسد نښې ښيي چې دا سړی احتمالاً د پنجشنبې په ورځ (۱۹ سرطان) د نامعلومو کسانو لخوا زندۍ شوی وي.
د دغه کس د هويت په اړه نور جزييات نه دي خپاره شوي او په هلمند کې د طالبانو امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.