
کابل ټيلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
پر غزه د اسرائيلو بريدونه په دوام کې تازه په دغه تړانکه کې شپیته نور فلسطیني وګړي وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.
عربي رسنيو د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائيلو له سهاره راهيسې روانو بريدونو کې نور ۶۰ فلسطينيان شهيدان شوي دي.
په دې شهيدانو کې ۲۷ هغه فلسطينيان هم شامل دي چې د مرستو اخيستو لپاره تللي وو.
د عربي رسنيو په وينا، په غزې په دې بريدونو کې ۱۸۰ فلسطينيان ټپيان شوي هم دي.
د اسرائيلو پوځ وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې يې پر غزه ۲۵۰ ځله بريدونه کړي.