خبرونهنړۍ

د اسرائیلو بریدونو کې ۲۴۰ فلسطینیانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

پر غزه د اسرائيلو بريدونه په دوام کې تازه په دغه تړانکه کې شپیته نور فلسطیني وګړي وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

 عربي رسنيو د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائيلو له سهاره راهيسې روانو بريدونو کې نور ۶۰ فلسطينيان شهيدان شوي دي.

په دې شهيدانو کې ۲۷ هغه فلسطينيان هم شامل دي چې د مرستو اخيستو لپاره تللي وو.

د عربي رسنيو په وينا، په غزې په دې بريدونو کې ۱۸۰ فلسطينيان ټپيان شوي هم دي.

د اسرائيلو پوځ وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې يې پر غزه ۲۵۰ ځله بريدونه کړي.