خبرونهنړۍ

ټرمپ په اروپایي ټولنې او مکسیکو باندې ۳۰ سلنه سوداګریزه مالیه لوړه کړه

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپلې ټولنیزې رسنۍ کې د دې پرېکړې په اړه لیکلي: چې د اګست له لومړۍ نیټې څخه به د اروپايي ټولنه او میکسیکو څخه واردیدونکي توکو باندې دیرش سلنه  مالیه نافذیږي.

د دې پریکړې په غبرګون کې، اروپايي ټولنې د ځوابي اقداماتو اعلان کړی دی.

د اروپايي ټولنې مشرې ارسلا وان دیرلین ویلي، که د امریکا مالیه نافذه شي، نو دوی به ځوابي ګامونه پورته کړي او د خپلو ګټو د ساتنې لپاره به اړین اقدامات وکړي.

نوموړې د سوداګریز تړون په اړه د خبرو اترو دوام ته هم اشاره کړې ده.

ټرمپ تر دې وړاندې پر بیلابیلو هیوادونو لکه میانمار او لاوس باندې څلوېښت سلنه، جنوبي افریقا، سریلانکا، الجزایر، عراق او لیبیا باندې دیرش سلنه، جاپان، جنوبي کوریا، مالیزیا، قزاقستان، برونای او مالدووا باندې ۲۵ سلنه او فلپین باندې شل سلنه مالیې لګولي دي.