
کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په پاکستان کې د پښتنو سر مشرانو د وژنو د لړۍ په دوام تازه په شمالي وزیرستان کې د ملک محمد رحمن داوړ په نوم يو قومي مشر او د هغه موټر چلوونکی وژل شوی دی.
سرچینې وايي، د ملک داوړ پر موټر باندې ناڅرګندو وسله والو کسانو د بنو – میرانشاه پر لویه لاره د داود پمپ سیمه کې ډزې کړې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په برید کې ملک محمد رحمن داوړ او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی منلی.