
کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د يو ځايي تخنیکي انسټيوټ محصل ځان وژنه کړې ده.
دغه محصل چې ګوهر علي نومېږي، اصلاً د باجوړ اوسېدونکی دی او د کوهاټ روډ سیمه کې يې يو تخنیکي انسټیوټ کې زده کړې کولې.
ځايي پوليسو ويلي چې ګوهر علي د خپلې لیلیې په خونه کې ځان وژلی دی.
د پوليسو په وينا، د دغه محصل جسد د مرستندویه ډلو له لوري د پېښور (LRH) روغتون ته لېږدول شوی دی.
د ګوهر علي د مړینې په تړاو د پولیسو راپور چمتو شوی او مسوولین وايي چې ژر به رسنيو سره شریک شي.