افغانستانخبرونه

طالبان: تیرو درې میاشتو کې افغانستان کې ۱۰۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتوالي اداره وایي، په تیرو ۳ میاشتو کې ټول افغانستان کې د طبعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال ۴۲۱ تنه مړه شوياو ۶۱۹ نور ټپیان شوی دي.

د یاد وزارت ویاند محمد یوسف حما رسنیو سره خبرو کې ویلي: دغه مرګ ژوبله په حمل، ثور او جوزا میاشتو کې رامنخته شوې، چې ورسره ۸ زره او ۳۴۵ جریبه ځمکه هم ویجاړه شوې د.

هغه وویل چې دغې ادارې د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ څه باندې ۶۵ زره او ۷۷۴ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي او نغدې مرستې وېشلي.

د نوموړي په وینا، طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې زیانمنو شویو کورنیو ته تر ۲۷۳ میلیون زیاتې افغانۍ وېشل شوي دي.

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف همدارنګه وویل چې په ټول هېواد کې اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د مرستو وېشلو لړۍ لاهم دوام لري.