افغانستانخبرونه

 غزني کې یو ځوان سیلاب څخه دوه ماشومان ژغورلي، خو خپل ژوند یې بایللی

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د غزني ولایت مرکز اړوند پیرزاده سیمه کې د سید نصیراحمد په نوم یو ځوان دوه ماشومان د سیلاب وړلو څخه ژغورلي، خو هغه خپله د اوبو وړو له امله ژوند بایللی.

دغه پېښه پرون په یاده سیمه کې د سیلاب راوتلو پر مهال رامنځته شوې ده.

ژغورل شوي ماشومان ټپيان دي، خو روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

سیمه ییزو خلکو د یاد ځوان کورنۍ سره د مرستې لپاره کمپاین هم پیل کړی دی.