افغانستانخبرونه

د ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو د خطر په اړه خبرداری

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) د ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د موسمي بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
د دې سازمان په وینا، د جولای له ۱۳مې څخه تر ۱۵مې پورې په ننګرهار، کنر، لغمان، نورستان، خوست، پکتیکا، پکتیا او لوګر ولایتونو کې د ناڅاپي سېلابونو له منځني تر لوړ خطر شته دی.
فائو ویلي، دا خطر ممکن د مرکزي او شمال ختیځو سیمو یو شمېر برخو ته هم پراخ شي.
پرون هم لغمان او ننګرهار ولایتونو د ویجاړوونکو سېلابونو شاهد وو.
د طالبانو محلي چارواکو په وینا، په دې دوو ولایتونو کې لږ تر لږه یو کس مړ شوی او اته نور ټپیان دي.
د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر خیرمحمد غازي، چې د طالبانو لخوا اداره کېږي، ویلي چې پروني سېلاب د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کلیو د لارو د بندېدو، کرنیزو ځمکو او کورونو د ویجاړۍ لامل شوی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د ریاست امر قریشي بدلون ویلي، په جلال آباد ښار او د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې باران او طوفان زیانونه اړولي دي.
د هوا پېژندنې ادارې نن په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.