
کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ویسټ انډیز کرکټ ملي د ټیسټ لوبې په دویمه پاڼه کې په ۲۷ منډو وسوزیده او اسټرالیا ته یې په ۱۷۶ منډو ماتې ومنله .
د کنګسټن په ښار کې ترسره شوې ټیسټ لوبه کې د ویسټ انډیز ټیم په دویمه اننګز کې یوازې ۲۷ منډې جوړې کړې، چې دا په ټیسټ کرکټ کې دویم تر ټولو کم سکور دی.
ویسټ انډیز د ۷۰ کلونو زوړ ریکارډ ته نږدې شو، تر دې وړاندې په ۱۹۵۵ کال کې نیوزیلینډ د انګلستان پر وړاندې په ۲۶ منډو آل اوټ شوی وو، او سویلي افریقا دوه ځله په ۳۰ منډو آل اوټ شوې ده.
د ویسټ انډیز ریکارډ ۷ لوبغاړي په یوه اننګز کې په صفر منډو او ۴ لوبغاړي په لومړۍ بال (ګولډن ډک) اوټ شول.
د اسټرالیا چټک بالر سکاټ بولینډ هیټ ټریک وکړ، او میچل سټارک په خپل ۱۰۰م ټیسټ کې ۴۰۰ وکټې بشپړې کړې.
سټارک د ۹ منډو په بدل کې ۶ وکټې واخیستې، چې د هغه تر ټولو غوره بالینګ دی، او د لوبې او لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
اسټرالیا په لومړۍ اننګز کې ۲۲۵ او په دویمه اننګز کې ۱۲۱ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې ویسټ انډیز په لومړۍ اننګز کې ۱۴۳ او په دویمه اننګز کې ۲۷ منډې جوړې کړې. اسټرالیا په ویسټ انډیز کې درې ټیسټ لوبې ۳-۰ وګټلې.