افغانستانخبرونه

د امریکا یوې محکمې د ټرمپ  هغه هڅې ودرولې چې د زرګونو افغانانو موقتي خوندیتوب حالت یې لغوه کړی و

کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د امریکا د دغه استیناف محکمې امر د دوشنبې په ورځ خپور شو، چې په کې د افغان کډوالو دوسیې د جولای تر ۲۱ پورې وغځول شوې.

دا امر د کاسا (CASA) په نوم د مهاجرینو د ملاتړ سازمان غوښتنې وروسته جاري شو.

رویټرز راپور ورکړی چې د مریلنډ ایالت د مرکزي امریکا د همبستګۍ اتحادیې دغه شکایت کړی وو.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په دې کال کې اعلان کړی وو چې په افغانستان کې د حالاتو د ښه کېدو له امله د افغانانو موقتي خوندیتوب حالت لغوه کوي.

خو دا اتحادیه د دې پرېکړې پر ضد محکمې ته تللې وه.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له ۸۲ زره زیات افغانان متحده ایالاتو ته لېږدول شوي، چې له ۷۰ زره زیات یې د دوه کلن موقتي قانوني حالت (پارول) له لارې داخل شوي.