خبرونهنړۍ

امریکا کې د اورلګیدنې له امله ۹ تنه مړه شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د متحده ایالاتو په میساچوسټس ایالت کې د زړو کسانو د نرسنګ هوم په اورلګېدنه کې ۹ کسان وژل شوي.

د بوسټن چارواکو په وینا، د فال ریور په نرسنګ هوم کې تېره شپه د اورلګېدنې له امله ۹ کسان ووژل او ۳۰ نور ټپیان شول، چې د یو تن حالات هم نازک دی.

د اور وژنې پر مهال ۵ اور وژونکي هم ټپیان شوي.

چارواکو ویلي، ډېر کسان د کړکیو له لارې د ژغورنې پر مهال ژغورل شوي.

د اورلګېدنې لامل لا معلوم نه دی او تحقیقات روان دي.