افغانستانخبرونه

طالبان: د دې ډلې د ټولو قوانینو بنسټ «قرآن او سنت» دی 

کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې د اندونیزیا د سفارت له کاردار نندا ایوالست سره په لیدنه کې ویلي چې «قرآن کریم او نبوي سنت» د طالبانو د ټولو قوانینو بنسټ جوړوي.

نوموړي ویلي چې دې ډلې تر اوسه له معتبر فقهي سرچینو لسګونه قوانین را ایستلي دي. 

د طالبانو د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ، د سرطان ۲۳مه، اعلان کړی چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو «د اړیکو پیاوړتیا، دوه‌اړخیزو همکاریو او په بېلابېلو برخو، په ځانګړي توګه د قانون‌جوړونې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو» په اړه خبرې کړې دي. 

د طالبانو د عدلیې وزیر په داسې حال کې قرآن او سنت د خپلو قوانینو بنسټ بولي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې پر افغاني ټولنې سخت محدودیتونه او مقررات لګولي دي. 

په اسلام کې پر نارینه او ښځینه دواړو تعلیم فرض دی، خو طالبانو نږدې څلور کاله کېږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. 

دې ډلې د افغان ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو لکه کار، تعلیم او تګ‌راتګ هم سخت محدودیتونه لګولي دي. 

د طالبانو د عدلیې وزیر په دې لیدنه کې زیاته کړې: «د اسلامي هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکاري باید په داسې کچه وي چې ټول یو هېواد ښکاره شي.»