خبرونهعجایبنړۍ

جنوبي کوریا کې ښوونکې او د یوه زده‌کوونکي مور د ازموینې پرچو د غلا په تور نیول شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په جنوبي کوریا کې یوه ښوونکې او د همدې لیسې د یوه زده کوونکي مور د ښوونځي څخه د ازموینې د پرچو د غلا په تور نیول شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس ’اې ایف پي‘ راپور ورکړی، چې جنوبي کوریا د تعلیمي بریالیتوب لپاره ډېر ټینګار کوي، او هلته د لیسې په کچه کلنۍ ازموینې دومره مهمې دي، چې د انګلیسي اورېدو ازموینې پر مهال حتی د الوتکو پروازونه هم درول کیږي.

د پولیسو چارواکو ویلي، چې دغه ښوونکې او د زده‌کوونکي مور په اندونګ ښار کې یوې لیسې ته ننوتي او د ازموینې د پرچو د غلا کولو په تور نیول شوي.

ویل کیږي، کله چې دوی دواړه ښوونځي ته داخل شوي و، د لیسې الارم وغږیده، چې د اقدام په ترڅ کې دواړه نیول شوي دي.

پولیسو ویلي، ۳۱ کلنې ښوونکې او ۴۸ کلنې مور خپل جرم منلی دی.

پولیسو ته شک دی چې دوی په تېر وخت کې هم ورته غلاوې کړې دي، چې له امله یې زده‌کوونکي ته په تعلیمي برخه کې لوړې نمرې ترلاسه کولو کې مرسته شوې، او په دې بهیر کې د مور او ښوونکې ترمنځ د پیسو لېږد رالېږد هم شوی دی.