خبرونهنړۍ

پنجاب کې د بارانونو له امله بېلا بېلو پېښو کې ۴۳ تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان چارواکو د معلوماتو له مخې؛ تېره ورځ د پنجاب په بېلابېلو برخو کې د بارانونو پر مهال د کورونو د چتونو او دیوالونو د نړېدو ۱۳۰ پیښې رامنځته شوې، چې له امله یې ځآني زیانونه هم رامنځته شوي دي.

دوی زیاته کړې، د تېرې ورځېد بارانونو په ترڅ کې بېلا بېلو سیمو کې ۴۳ تنه مړه شوي دي.

 را پورو وایي، په لاهور کې ۱۶، شیخوپوره کې ۵، اوکاړه او پاکپتن کې ۴-۴، چکوال کې ۲، فیصل اباد کې ۹، او مندي بهاءالدین، ننکانې او ساهیوال کې په ترتیب سره یو-یو کس مړ شوی دی.

د پاکستان بېلا بېلو په ځآنګړي ډول پنجاب کې هر کال د موسمي بارانونو له امله سیلابونو او نورو پېښو کې خلکو ته پراخه مرګ ژوبله اوړي.