
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د بنګلدېش هېواد په کوپال ګنج سیمه کې د تازه تاوتریخوالي په قضیو کې څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
کوپال ګنج د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د زیږیدو او د هغې د ګوند د مرکزي دفتر سیمه ده.
روغتیایي چارواکو ویلي، په ګولیو لګیدلې د څلور تنو جسدونه او ۱۳ ټپیان د دوی روغتون ته ور لیږل شوي دي.
دوی زیاته کړې، وژل شوي ټول کسان د ګوپال ګنج اوسیدونکي وو.
د دغو نښتو وروسته، موقتي حکومت په دغه سیمه کې د پنجشنبې تر ماښام پورې په تګ راتګ بندیز لګولی.
د موقتي حکومت مشر محمد یونس خبرداری ورکړی چې په تاوتریخوالي کې ښکېل کسان به د سختو پایلو سره مخ شي.