
کابل ټیلیګراف – ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
له روس سره د جګړې پر مهال په تیرو ۵ کالونو کې په لومړي ځل د اوکراین ولسي جرګې د دغه هېواد لپاره لومړۍ وزیره وټاکله.
د رویټرز د راپور له مخې، ۳۹ کلنه لومړۍ وزیره یولیا سویریدینکو ته د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي دنده سپارلې چې د کورني وسلو تولید زیات کړي او د پورونو پر بنسټ روانه اقتصاد بیا راژوندی کړي.
د یاد هېواد ولسي جرګې ته په خبرو کې ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وویل: هغه هیله لري چې نوې حکومت به د شپږو میاشتو په موده کې د اوکراین په جګړهییز میدان کې د کورني وسلو برخه له ۴۰ فیصدو څخه ۵۰ فیصدو ته لوړه کړي.
یولیا سویریدینکو، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د لومړي وزیر لومړۍ مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله، ژمنه وکړه چې هغه به په “چټک او پرېکنده” ډول کار وکړي.
هغې په ایکس (ټویټر) باندې ولیکل: “په جګړه کې د ځنډ هیڅ ځای نشته، زموږ د لومړیو شپږو میاشتو لومړیتوبونه روښانه دي: د پوځ لپاره د باور وړ اکمالات، د کورني وسلو په تولید کې زیاتوالی او د دفاعي ځواک تخنیکي وړتیاوو پیاوړتیا.”
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې په وروستیو کې اوکراین باندې خپل بریدونه زیات کړي دي.