خبرونهنړۍ

هندوستان کې د تندر غورځېدو پېښو کې ۳۳ تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د هندوستان په بېهار ایالت کې د موسمي اورښتونو پر مهال د تندر غورځېدو پېښو کې ۳۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي.

د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې، په بېهار ایالت کې دا مرګونه د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ د سختو طوفانونو پر مهال رامنځته شوي دي.

د ایالتي آفتونو مدیریت څانګې په بیان کې ویلي، وژل شوي کسان اکثره هغه کروندګر او مزدوران دي چې د خلاص اسمان لاندې یې کار کاوه. 

د هوا پېژندنې محکمې د ایالت په ګڼو سیمو کې د نورو سختو بارانونو او د تندر غورځېدو وړاندوینه کړې ده. 

سیمه ییزو چارواکو د تندر غورځېدو پېښو هر قرباني سره د ۴ سوه زره هندي کلدارو مرسته اعلان کړې ده.

د ایالتي حکومت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د تندر د غورځېدو له امله لږ تر لږه ۲۴۳ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېره ۲۷۵ وه.