
کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په غزې د اسرائیلو د بریدونو دوام کې د مرستې په تمه د ولاړو ۳۷ کسانو په ګډون ۱۰۴ فلسطینیان وژل شوي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، دغه بریدونه د دې تړانګې په بېلا بېلو سیمو ترسره شوي او په قربانیانو کې ماشومان او میرمنې هم شتون لري.
دغه وزارت زیاته کړې، په برید کې ۳۷ تنه هغه کسان هم شامل دي، چې په رفح کې د مرستې ترلاسه کولو په موخه ولاړ و.
د یادو کسانو په وژل کېدو سره د اسرائیلي پوځ د بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۸ زره او ۷۰۰ تنو څخه زیات شو.
په دغه بریدنو کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۴۰ زره نور ټپیان شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي، په غزه کې د خوړو سخت کمښت دی او هر درې کسانو کې یو کس له څو ورځو راهیسې له خوړو محروم دی.