
کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د سعودي رسنیو په وینا، شهزاده خالد بن طلال د خپل زوی شهزاده ولید بن خالد بن طلال د مړینې خبر ورکړ.
د سعودي شهزاده ولید بن خالد بن طلال ته ‘خوبیدلی شهزاده’ هم ویل کیده.
هغه په ۲۰۰۵ کال کې په لندن کې د موټر په پېښه کې ټپي شوی و او له هغه وخت راهیسې په کوما کې و.
شهزاده خالد بن طلال په دغو ۲۰ کلونو کې په دوامداره توګه د خپل زوی د ژوندي پاتې کیدو هیله ساتلې وه.
د کوما پر مهال، کله ناکله د شهزاده ولید د بدن په ځینو برخو کې لږ حرکتونه ثبت شوي، خو هغه هیڅکله په بشپړه توګه هوش ته نه دی راغلی.
د شهزاده ولید د جنازې لمونځ به د یکشنبې په ورځ د مازدیګر له لمانځه وروسته د ریاض په امام ترکي بن عبدالله جومات کې ادا کیږي.