
کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا هېواد په لاس اینجلس ایالت کې یو کس په ګڼه ګوڼه موټر ور خیژولی، چې له امله یې ۳۰ تنه ټپیان شوي.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي، او د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.
د امریکايي چارواکو په وینا، په ټپیانو کې ۳ کسان د ژوند او مرګ ترمنځ دي، په داسې حال کې چې د شپږ تنو نورو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.
د بریتانوي رسنیو په وینا، په لاس اینجلس کې د موټر له خوا پر ګڼه ګوڼه د ورختلو پېښه په سینټامانیکا بولیوارډ کې رامنځته شوې.
تر اوسه د دغه پېښې د رامنځته کېدو لامل ندی روښانه شوی.