افغانستانخبرونه

سبا دوشنبه د هېواد بېلابېلو برخو کې د پولیو واکسین پروګرام پیلېږي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

له پولیو څخه د خلاص افغانستان پروګرام وايي چې سبا د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د پوليو واکسیناسیون درې ورځنی کمپاين پيلوي.

روان کال په افغانستان کې د پوليو دوه مثبتې پېښې چې لومړۍ یې د غور په بالا مرغاب او دویمه يې د هلمند په ولايت کې ثبت شوې ده.

پر دې سربېره د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د هېواد بېلابېلو برخو څخه د چاپیریالي پېښو ۱۸ نمونې هم راټولې کړي چې له ډلې يې ۸ په کندهار، ۶ په هلمند او يو یو په کابل، ننګرهار، لغمان او زابل ولايتونو کې دي.

د افغانستان ډیر هغه ولايتونه چې له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه پراته دي د پوليو له ګواښ سره ډېر مخ دي.