
کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې پنځه کسان وژل شوي او د یوې ښځې او څو ځايي اوسېدونکو په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په «شهر کهنه» سیمه کې شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه نښته د ځمکې د ملکيت پر سر د دواړو کورنيو ترمنځ د مخکنیو اختلافاتو له امله شوې ده.
سرچېنې لیکلی، چې په یاده نښته کې پنځه کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې څلور ټپیان بېطرفه او ځایي اوسېدونکي دي چې د نښتې د مخنیوي هڅه یې کوله.