خبرونهنړۍ

جنوبي کوریا کې د بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۴ ته ورسېد 

 کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په جنوبي کوریا کې د موسمي بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۲ نور کسانو په وژل کېدو سره د مړو شمېر ۱۴ تنو ته ورسید.

د بهرنیو خبري اژانسونو د راپور له مخې، د یادو اورښتونو او ځمکې ښویدنې پېښو کې  ۱۲ کسان لادرکه دي. 

د ناورین چارواکو په وینا، ډېری مړینې د جنوبي کاؤنټي سان چیونګ په سیمه کې شوې دي. 

چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې راهیسې په دې سیمه کې نږدې ۸۰۰ ملی متره باران شوی دی.