
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه کې د پرون سهار راهیسې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې ۱۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
د عربي رسنیو په وینا، په شهیدانو کې ۷۸ هغه فلسطینیان شامل دي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
بل لور ته، د نړیوال خوراکي پروګرام ادارې ویلي چې په شمالي غزه کې د دوی پر مرستندویه کاروان هم ډزې شوي، دا کاروان د ۲۵ ټرکونو څخه جوړ و چې د زکیم له لارې غزې ته ننوت او هغو سیمو ته روان و چیرې چې د خوراک سخت کمښت دی.
د نړیوال خوراکي پروګرام په خپل بیان کې ویلي، کله چې مرستندویه کاروان شمالي غزې ته ننوت، په سلګونو فلسطینیان د خوراک په تمه د ټرکونو شاوخوا راټول شول، چې په همدې مهال ډزې پیل شوې او له امله یې ګڼ شمېر کسان شهیدان او ټپیان شول.
طبي سرچینو او مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی چې د محاصرې او دوامداره بریدونو له امله په غزه کې انساني بحران تر ټولو بدې کچې ته رسیدلی.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي تجاوزاتو په پایله کې ۵۰ زره ۸۹۵ فلسطینیان شهیدان او یو لک ۴۰ زره ۹۸۰ ټپیان شوي دي.