
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیل لومړي وزیر نیتن یاهو د کولمو پړسوب او د وجود د اوبو د کمښت په ناروغۍ اخته شوی دی.
د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ۷۵ کلن نیتن یاهو تېره شپه ناروغ شوی و.
د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر وايي، طبي معایناتو پر مهال په نیتن یاهو کې د کولمو پړسوب او د اوبو کمښت نښې موندل شوي.
د دفتر په وینا، د ډاکټر په مشوره به نیتن یاهو درې ورځې استراحت وکړي او په دې موده کې به له کوره دولتي چارې پرمخ وړي.