خبرونهنړۍ

پاکستان کې د باران او سیلاب پېښو کې ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د بارانونو او سیلابونو له امله ۱۳ تنه مړه او ۲۴ نور ټپيان شوي دي.

د دغه هېواد د ملي ناورین مدیریت ادارې (NDMA) په وینا، د جون له ۲۶مې راهیسې د بارانونو له امله ۲۱۶ کسان مړه او ۵۸۲ ټپیان شوي دي.

دغه ادارې زیاته کړې، د جون له ۲۶مې راهیسې د بارانونو له امله ۷۷۹ کورونه ویجاړ شوي دي.