افغانستانخبرونه

طالبانو د بریتانوي ځواکونو یو همکار افغان پخوانی سرتیری وژلی

کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د سانډي ټایمز ورځپاڼې د یوه افغان ځانګړو ځواکونو د سرتیري وکیل له قوله چې د بریتانوي سرتیرو سره یې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوله، لیکلي چې د هغه ورور د هویت افشا کیدو وروسته وژل شوی دی.

عدنان ملک ادعا کوي چې د دې افغان کمانډو ورور وروسته له هغې ووژل شو چې د بریتانیا د دولت له خوا په افشا شوي لست کې نوم یې ښکاره شو.

عدنان وویل، دا سرتیر شاوخوا ۴۰ کلن دی او د بریتانیا د همکارو افغانانو د اسکان پروګرام په چوکاټ کې بریتانیا ته راغلی دی.

د هغه ورور د جمعې په ورځ (د جولایي ۲۷) په ډزو ووژل شو، او دې وکیل ادعا وکړه چې دا مرګ د هغو افغانانو د نومونو د افشا کیدو پایله ده چې د بریتانیا پوځ سره یې مرسته کړې وه.

هغه وویل: «طالبانو وموندله چې دا پولیس افسر د یوه ټریپل (افغان کمانډو واحد) غړي ورور و او د جمعې په ورځ یې وواژه. دا سړی په لست کې و. زه فکر نه کوم چې دا پېښه تصادفي وه.»

ټریپل واحدونه، چې د افغان ځانګړو ځواکونو نخبه سرتیرو څخه جوړ وو، د بریتانیا ځانګړو ځواکونو سره نږدې کار کاوه.

دا واحدونه د بریتانیا له خوا تاسیس، تمویل او اداره کیدل، او یو له دوی هدفونو څخه د طالب یاغیانو موندل او وژل وو.

سانډي ټایمز لیکلي چې د دې خبر د خپریدو پر مهال، د دې سړي د مرګ جزئیات په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.