افغانستانخبرونه

په افغانستان کې څلور میلیونه کسان د نشه يي توکو له اختلالاتو کړیږي

کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د روغتیا نړیوالې ادارې اعلان کړی چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه کسان د نشه يي توکو د استعمال له اختلالاتو کړیږي.

د دې ادارې د سیمه ییزې برخې رئیسې حنان بلخي د کابل د یوه روږدو د درملنې مرکز کې د ښځو او ماشومانو له مرکز څخه لیدنه کړې او په دې هیواد کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې افغانستان ته د حنان بلخي د سفر جزئیات خپاره کړل چې په هغه کې د روغتیا وضعیت، د پولیو د له منځه وړلو هڅې او د روږدو په درملنه ټینګار شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «حنان بلخي د کابل په د روږدو د  درملنې یوه مرکز کې چې ۱۰۰ بستره لري، له لیدنې وروسته د هغو ښځو له ارادې او استقامت څخه ستاینه وکړه چې د درملنې په حال کې دي او ویې ویل چې هر څوک د درملنې لپاره د فرصت مستحق دی.»

د اعلامیې له مخې، هغې د طالبانو د روغتیا وزیر، د یوناما رئیس، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکي، د چین سفیر او د پاکستان، اندونیزیا، ترکیې، نړیوال بانک، اروپايي اتحادیې او اسلامي همکاریو سازمان د استازو سره لیدلي دي.

حنان بلخي په دې لیدنو کې د پولیو د له منځه وړلو، د معتادینو درملنې، د ملي روغتیا پالیسۍ جوړولو، د راستنیدونکو ملاتړ، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې او د روغتیايي اړتیاوو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو په اړه خبرې کړي دي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په یوه تحقیقي راپور کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د تزریقي استعمال د زیاتوالي خبر ورکړی و.

د دې تحقیقاتو له مخې، د چرس او تریاکو دودیز استعمال کم شوی، خو په افغانستان کې د هیرویین او شیشې استعمال زیات شوی دی.

په راپور کې، مالي ستونزې، ټولنیز بدنامي او د ځانګړو درملنې مرکزونو کمښت د درملنې د لاسرسي په وړاندې مهم خنډونه بلل شوي دي.