
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکیې په مانیسا ښار کې د یوې ۱۷ کلنې افغانې مېرمنې بې جانې جسد د هغې په کور کې موندل شوی.
پولیسو اعلان کړی چې د دې پېښې په تړاو د هغې د خاوند د نیولو پسې هڅې پیل شوي.
دا په تېره یوه اونۍ کې په ترکیې کې د افغان مېرمنو د وژنې دوهمه پېښه ده.
د ترکیې رسنیو لیکلي، دا جسد د شنبې په ورځ (د جولایي ۲۸) د مانیسا ښار په جمهوریت سیمه کې د هغې په کور کې موندل شوی.
رسنیو ویلي، د هغې د کورنۍ د بې خبرۍ وروسته، دا مېرمن په داسې حال کې وموندل شوه چې بې حرکته وه او په کمپله پټه شوې وه.
د هغې ګاونډیانو ویلي چې تېره شپه هغې له خپل خاوند سره شخړه کړې وه.
پولیسو اعلان کړی چې د دې پېښې په تړاو د هغې د خاوند د موندلو لپاره لټون پیل کړی دی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د جولایي په ۲۵مه هم یوه ۲۹ کلنه افغان مېرمن په اسکي شهر کې په خپل کور کې د چاقو په وارونو ووژل شوه.