افغانستانخبرونه

طالبانو عبدالعلیم خاموش څخه د وکیل نیولو او کورنۍ سره د لیدلو حق اخیستی

کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پکتیکا محلي سرچینو ویلي چې طالبانو په اعدام محکوم شوي ښوونکي عبدالعلیم خاموش، څخه د وکیل نیولو او کورنۍ سره د لیدنې د اجازې حق اخیستی.

سرچینو زیاته کړه چې هغه د نوي علومو پر اهمیت ټینګار کړی و او د «اسلامي مقدساتو» سپکاوی یې نه دی کړی.

دغه سرچینې وایي، د هغه کورنۍ ته ویل شوي، چې د دې موضوع په اړه رسنیو ته شکایت هم ونکړي.

ویل کیږي چې طالبانو دا محاکمه نه یوازې د وکیل پرته ترسره کړې، بلکې د دې معلم کورنۍ هم د محکمې له بهیر څخه بې خبره وه او نه پوهیږي چې محکمه څنګه ترسره شوې ده.