
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پولیو څخه پاک افغانستان سازمان اعلان کړی چې د پولیو ضد واکسین کمپاین نن دوشنبه د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې پیل شو.
دې سازمان له اتباعو غوښتي چې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړي ترڅو د پولیو څخه پاک افغانستان په لاسته راوړلو کې خپله ونډه واخلي.
دې سازمان په ایکس شبکه کې لیکلي چې د دې کمپاین په اړه د نورو معلوماتو لپاره اتباع کولای شي د ۱۴۱ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.
افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې تر اوسه د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه وړلو توان نه دی موندلی.
د روغتیا نړیوالې ادارې د اپریل په اتمه اعلان کړی و چې تېر کال په افغانستان او پاکستان کې له ۱۰۰ څخه زیات ماشومان د پولیو ویروس سره اخته شوي دي.