
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د بدخشان ولایت محلي سرچینو ویلي چې د یکشنبې په سهار د راغستان ولسوالۍ په سردشت کوتل سیمه کې د څلورو غیرنظامي کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا کسان د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
په خپاره شويو انځورونو کې لیدل کیږي، چې د دې کسانو لاسونه د وژل کیدو مخکې له شا تړل شوي وو.
د سرچینو په وینا، لږ تر لږه درې تنه د دې کسانو څخه د خواهان او راغستان په غرنیو سیمو کې د سرو زرو په کانونو کې کار کولو.
سرچینو ویلي، قربانیان «امین، برکت الله، هلالي او موسی» د خواهان ولسوالۍ د حوض شاه کلي اوسیدونکي وو.
سرچینو ویلي چې دا کسان د طالبانو له نظامي مخالفینو سره هیڅ اړیکه نه درلوده.
سرچینو زیاته کړه چې دا جسدونه د یوه محلي شپون له خوا موندل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هم، په بهارک بدخشان کې وسله والو کسانو شپه مهال یو کور ته ننوتل او یو سړی، یوه ځوانه نجلۍ او د هغې لمسی یې ووژل.