
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په بدخشان ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، د کشم-فیض اباد په لاره د یوې ټرافیکي پېښې په پایله کې څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
دې قوماندانۍ ویلي، دا پېښه پرون د «مادابه» پوستې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د بدخشان امنیه قوماندانۍ د اعلامیې له مخې، په دې پېښه کې یو «زرنج» موټرسایکل د «هینو» ډوله بار وړونکي موټر سره ټکر شوی دی.
قوماندانۍ زیاته کړې چې مړه او ټپیان د زرنج مسافر وو.
د طالبانو د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
قوماندانۍ ویلي چې د دې پېښې د لامل په اړه تحقیقات روان دي، خو د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه رعایت کول د احتمالي لاملونو څخه دي.
په افغانستان کې ټرافیکي پېښې هر کال د سلګونو کسانو ژوند اخلي او سلګونه نور ټپیانوي.
د ډیری دې پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي نښو نشتوالی او د سړکونو خرابوالی بلل کیږي.