افغانستانخبرونه

طالبانو:  قطر ته ۷ سوه کاریګر د کار لپاره لیږو

کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د افغانستان څخه قطر ته د کارګرو لېږلو په اړه د هوکړې خبر ورکړی دی. 

دې وزارت نن (دوشنبې، ۳۰ سرطان) په يوه اعلاميه کې ويلي چې د لومړي ځل لپاره د قطر دولتي ګډ شرکت او د افغانستان د خصوصي کارموندنې شرکتونو ترمنځ توافق شوی چې په لومړي پړاو کې به د افغانستان کارګرو لپاره ۷۰۰ کاري فرصتونه برابر شي. 

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت زياته کړې چې د کارګرو د ثبت او منلو بهير به د دې وزارت د بهر ته د کارګرو لېږلو رياست تر څارنې لاندې د خصوصي کاريابي شرکتونو له خوا په قانوني او معتبره توګه پيل شي. 

دې وزارت ويلي چې د ثبت، شرايطو او ټاکل شوو مرکزونو په اړه جزئيات به وروسته د رسمي اعلان له لارې خپاره شي. 

د طالبانو د کار وزارت له اتباعو غوښتي چې د ثبت رسمي بهير له پيل وروسته خپل مشخصات يوازې په رسمي، معتبر او تصديق شوو مرکزونو کې ثبت کړي او له غير مسئولو کسانو، جعلي شرکتونو يا نامعلومو مراجعو سره له اړيکې ډډه وکړي. 

د قطر او نورو عربي هېوادونو ته د کارګرو لېږلو موضوع د پخواني حکومت په وخت کې مطرح شوې وه، خو تر اوسه عملي شوې نه ده. 

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بې کارۍ بحران نور هم خراب شوی دی.