
کابل ټیلیګراف – ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت یو پلاوی پاکستان ته ولاړ او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ او ترجیحي تعرفې اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوی د دغه وزارت د معین احمدالله زاهد په مشرۍ تللی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ سوداګرۍ او د ترجیحي تعرفې اړوند مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې کول دي.
یاد وزارت لیکلي، تمه ده چې د دې سفر په ترڅ کې به د ترجیحي تعرفې په اړه هوکړهلیک لاسلیک شي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.
خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد د سوداګرۍ، ترانزیټ، او صنعت ودې ته دوام ورکړي او له ټولو شته فرصتونو څخه د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.