
کابل ټیلیګراف – ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د بریتانیې، فرانسې او کاناډا په ګډون ۲۵ لویدیځو هېوادونو په غزه تړانګې د اسرائیلو بریدونه غندلي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.
یادو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې هغه څه چې دوی «د فلسطینیانو غیرانساني وژنه» بللې او په ځانګړي توګه د بشري مرستو په لیکو کې د کسانو په نښه کول غندلي.
دغه راز نیوکه کوونکي هېوادونه د اسرائیلو او امریکا ملاتړي هم شمېرل کيږي.
دا اعلامیه د غزې دیرالبلح په شرقي او جنوبي سیمو کې د اسرائیلي صهیونیستي رژیم د ټانکونو د پرمختګ سره هممهاله خپرېږي.