افغانستانلوبې

شپږیزه کرکټ لیګ: نن سپين غر د بند امیر پر وړاندې او مس عینک د امو پر وړاندې

کابل ټیلیګراف – ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په کابل کې د شپږیزه کرکټ لیګ د لسم پړاو سیالو په نننۍ (څلورمه ورځ) د سپن غر پړانګان د بند امیر ښامارانو پر وړاندې او د مس عینک اتلان د امو نهنګانو پر وړاندې سيالي کوي.

لومړۍ سيالي چې د سپين غر پړانګانو او بند امیر ښارمارانو ترمنځ ده پيل شوې، سپین غر پړانګانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د بند امیر ښامارانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې اوسمهال لوبه روانه ده.

په دویمه لوبه کې چې تر غرمې وروسته په دوو بجو پېلېږي د مس عینک اتلان د امو نهنګان پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته را وځي.

دا سيالۍ په افغانستان کې د کرکټ تر ټولو سترې سيالۍ دي چې سږ کال يې لسم پړاو ترسره کېږي.