افغانستانخبرونه

 بې څښتنه ارګ؛ د طالبانو د کورنيو چارو وزیر په ارګ کې له خلکو سره لیدنې کوي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي چې سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په ارګ کې د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی سره لیدلي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا لیدنه پرون ترسره شوې او په کې د افغانستان او سعودي عربستان د مسلمانو ملتونو ترمنځ اړیکې د وروولۍ او يووالي په ټينګښت کې اغېزمنې وګڼلې.

په دې لیدنه کې د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدين حقاني ويلي افغانستان او سعودي عربستان اوږدې او ژورې اړیکې لري؛ په کار ده چې د دغو روابطو د ښه پاللو لپاره تګ راتګ زیات وي.

دغه راز د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر هم په افغانستان کې د شته امنيت څخه خوښي څرګنده کړې او د سفر موخه يې د دواړو هېوادونو د ديني عالمانو ترمنځ د اړیکو رامنځته کولو او پياوړتیا ښودلې ده.