
کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په نړۍ کې میلیونه خلک هره ورځ د مصنوعي ځیرکتیا(AI) چیټ بوټ، چیټ جي پي ټي کاروي.
خو ایا تاسو کله هم فکر کړی چې خلک په ورځني ډول له دې AI چیټ بوټ څخه څومره پوښتنې کوي یا نور کارونه ترې غواړي؟
ځواب یې خورا حیرانوونکی دی.
د یوې راپور له مخې، چیټ جي پي ټي په نړۍ کې یو له ترټولو زیات کارول شوي AI وسیلو څخه دی.
هره ورځ چیټ جي پي ټي ته له دوه نیمو ملیاردو زیاتې غوښتنې (پوښتنې، انځور جوړول یا نور) ترلاسه کیږي.
یوازې له متحده ایالاتو څخه خلک هره ورځ له ۳۳۰ میلیونو څخه زیات ځله د بیلابیلو دلایلو لپاره له چیټ جي پي ټي سره اړیکه نیسي.
د معلوماتو له مخې، د چیټ جي پي ټي کاروونکي په کال کې له دې AI وسیلې څخه له ۹۱۲ میلیاردو زیاتې غوښتنې کوي.
د اوپن AI یوه ویاند هم په راپور کې ورکړل شوي شمېرې تایید کړې دي.
که څه هم چیټ جي پي ټي لا هم د ګوګل د کال په کچه له ۵ ټریلیونو زیاتو لټونو څخه ډېر وروسته دی، خو د دې کارونې د زیاتوالي کچه د لټون شرکت لپاره یو ګواښ دی.
په یوازې څو میاشتو کې د چیټ جي پي ټي هره اوونۍ کاروونکو شمېر له ۳۳۰ میلیونه (د ۲۰۲۴ کال ډسمبر) څخه ۵۵۰ میلیونه (د ۲۰۲۵ کال مارچ) ته لوړ شوی دی.
دا شمېرې هغه مهال راڅرګندې شوې کله چې د جولای په پیل کې یوې راپور وویل چې اوپن AI په راتلونکو څو اوونیو کې د AI پر بنسټ یو ویب براوزر خپرولو ته چمتو دی.
دا ویب براوزر به په مستقیمه توګه د ګوګل کروم سره سیالي وکړي، په داسې حال کې چې تېرو ورځو کې اوپن AI یو چیټ جي پي ټي ایجنټ هم معرفي کړی چې په کمپیوټر کې ستاسو لپاره بیلابیل کارونه ترسره کولی شي.