خبرونهنړۍ

حماس : د اسراییلو په بریدونو کې د دوی غړو ته زیان نه دی رسېدلی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلو نن د قطر په پلازمېنه، دوحه کې پر هغه ځي هوايي بریدونه کړي چې د حماس یو شمېر غړي پکې پر خبرو بوخت وو.

حماس غورځنګ د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دوی غړو ته پکې زیان نه دی اوښتی. 

بل لورته یو شمېر هېودونو دا برید په کلکه غندلی او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. 

لومړی د قطر بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو دا برید په کلکه غندلی او د اسرائیلو دا اقدام یې د قطر لپاره ګواښ او له ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. 

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې او پر دوحې یې د اسرائیلو دا بریدونه د سیمې د امنیت لپاره ګواښ بللي دي.

سعودي عربستان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسرائیلو د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.  

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت او  د متحده عربي اماراتو چارواکو هم دا بریدونه له ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او په کلکه یې غندلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي،‌ قطر په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو په برخه کې خورا مثبت رول لوبولی او وايي‌”زه د قطر د حاکمیت او د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې سرغړونه په کلکه غندم”.

په قطر کې د امریکا سفر د اسرائیلو له برید وروسته خپلو ټولو وګړو ته خبرتیا خپره کړې چې خوندي ځایونو کې پاتې شي.

قطر کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو له برید وروسته د امریکا سفارت امریکايي وګړو ته دغه خبرداری خپور کړی.

د راپورونو له مخې چې د حماس غورځنګ دا پلاوی داسې مهال په نښه کېږي چې د غزې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د وړاندیز شوې طرحې په اړه یې غونډه کوله.