افغانستانخبرونهلوبې

د هېواد د ۲۳ کلنو څخه کم عمره فوټبال لوبډله نن د میانمار پر وړاندې لوبه کوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د هېواد د ۲۳ کلنو څخه کم عمر د فوټبال ملي لوبډله نن (سې شنبې، د سپتمبر ۱۸مه) د اسیا د ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په چوکاټ کې د میانمار د ۲۳ کلنو څخه کم عمر لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

دا لوبه نن د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۲:۰۰ بجې د میانمار په کوربه توب ترسره کیږي.

د هېواد ملي لوبغاړو په خپلو تېرو دوو لوبو کې د جاپان او کویت لوبډلو پر وړاندې ماتې خوړلې وې.