
کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه کې د قحطۍ وضعیت خورا جدي شوی او په تیرو ۳ ورځو کې د لوږې له امله ۲۱ ماشومان مړه شوي.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) ویلي، چې په غزه کې له یو میلیون زیات ماشومان د سختې لوږې ښکار دي.
د اسرائیلو پوځ په غزه کې لوږه د جنګي وسلې په توګه کارولې او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې له امله د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي.
عربي رسنیو ویلي چې په تېرو ۳ ورځو کې په غزه کې د خوړو د کمښت له امله ۲۱ ماشومان مړه شوي دي او تر اوسه پورې په غزه کې د غذایي کمښت په پایله کې ۸۰ ماشومانو په ګډون ۱۰۱ فلسطینیان وژل شوي دي.