خبرونهنړۍ

ایران پر دوحه د اسراییلو برید خطرناک او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼلې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي قطر کې د حماس پر مشرنانو د اسرائیل برید “خطرناک” او “له نړیوالو قوانینو سرغړونه” وبلله.

بقایي دغه اقدام “ډېر خطرناک او جنایتکارانه” بللی او ویلي یې دي، چې دا له ټولو نړیوالو قوانینو او مقرراتو څرګنده سرغړونه ده،

بقايي زیاته کړې، چې دا برید د قطر ملي حاکمیت او سرحدي بشپړتیا نقض او د فلسطیني مذاکراتو کوونکو پر وړاندې برید دی.

هغه زیاته کړه: “موږ د پېښو دقیقې څېړنې په حال کې یو، خو په هر حال د نړیوالو حقوقو له نظره، له ټولو نړیوالو حقوقي قوانینو سرغړونه شوې ده”.

وړاندې، اسرائيلو په تهران کې د حماس پر اسماعیل هنیه برید کړی و.